د جرمني د بهرنیوچارو وزیره او فرانسوی ساری یې نن سوریې ته ځي

انالینا بیربوک (کیڼ) ژان نویل بارو (ښی)

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت نن (د مرغومي ۱۴مه) وویل چې د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک د اروپايي ټولنې په استازیتوب نن له خپل فرانسوي سیال سره په یو ورځني سفر سوریې ته ځي او هلته به د سوریې له نوي مشر احمد الشرع سره وګوري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د اغلې بیربوک له قوله راغلې دي چې نوموړې وايي، دا سفر د اروپایي ټولنې او سوریې ترمنځ د نوې سیاسي پیلامې پيغام دی.

بیربوک او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو د اروپایي ټولنې لومړني جګپوړي دیپلوماتان دي چې د ډسمبر له اتمې وروسته، چې دمشق د هیات التحریر الشام ډلې په مشرۍ وسله والو ونیو او بشار الاسد له دیارلس کلنې کورنۍ جګړې وروسته روسیې ته وتښتید، سفر کوي.