د ترينکوټ ښاريان له دولت څخه د نقلیه وسایلو د تم ځایونو د جوړېدو غوښتنه کوي

د ارزګان ولایت مرکز ترينکوټ ښار د مساحت له پلوه کوچنی دی، خو ګڼه ګوڼه او د نقلیه وسایلو شمېر په کې ورځ تربلې زیاتېږي. د دې ښار استوګن وايي په ښار کې د نقلیه وسایلو د منظمو تم ځایونو د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ښار په مرکزي سیمو کې د وسایلو بې‌نظمې ودریدنې ټرافیکي ګڼه ګوڼه زیاته کړې او د خلکو ورځني ژوند ته یې خنډونه جوړ کړي دي. ښاریان له دولت څخه غوښتنه کوي چې د موټرو لپاره ځانګړي تم ځایونه جوړ کړي څو هم ټرافیکي نظم رامنځته شي او هم د خلکو تګ راتګ اسانه شي. د دوی په وینا، د دې ستونزې حل کول به نه یوازې ښار ښکلی کړي، بلکې د سوداګرو او عادي خلکو لپاره به د ورځنیو کارونو په ترسره کولو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

عبدالظاهر، چې د ترينکوټ ښار یو اوسېدونکی دی، وايي: "په ښار کې هېڅ منظم تم ځایونه نشته. هر موټرچلوونکی خپل موټر هر ځای دروي. له دې امله موږ وختونه په ټرافیکي بندښتونو کې بند پاتې کېږو، او زموږ ورځنۍ چارې اغېزمنېږي. دولت باید ژر تر ژره د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي."

د سید کریم په نوم د ترينکوټ یو بل اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل: "هره ورځ د ښار په منځ کې ټرافیکي ستونزې لیدل کېږي. د موټرو لپاره مشخص ځایونه نشته. کله ناکله خلک د همدې بې‌نظمۍ له امله د نورو خلکو سره جګړه کوي. دا یوه جدي ستونزه ده چې حل ته اړتیا لري."

عارف، چې د ښار په یوه مارکیټ کې سوداګري کوي، وايي: "موږ سوداګر د دې بې‌نظمۍ له امله ډېر زیان وینو. د مشتریانو موټرې د دوکانونو مخې ته دروي، چې د خلکو تګ راتګ بندوي. موږ له دولته غوښتنه کوو چې د موټرو لپاره مشخص تم ځایونه جوړ کړي."

د ترينکوټ ښار په کوڅو او سړکونو کې د موټرو بې‌نظمې پارک کول د ګڼو ستونزو لامل شوی دی. له دې جملې څخه:

  • د سړکونو بندېدو ټرافیکي ستونزې زیاتې کړي.
  • په سوداګریزو فعالیتونو یې ناوړه اغېزې کړي.
  • د ښار ښکلا یې خرابه کړې.
  • د خلکو ترمنځ د خپلمنځي شخړې هم ورسره زیاتې شوې دي.

په ارزګان کې ځايي چارواکي وايي چې دوی د ښاري نظم او ټرافیکي ستونزو د حل لپاره د موټرو لپاره د تم ځایونو جوړولو پلان لري. د مسؤولینو په وینا، دا پروژه به د ښاریانو ژوند اسانه کړي او د ښار په ښکلا کې به هم مهم رول ولوبوي. دوی ډاډ ورکوي چې د خلکو غوښتنې ته په ځواب کې به ژر عملي اقدامات پیل کړي.

د ارزګان ولایت د مقام ویاند سمیع‌الله عکرمه په دې اړه وايي: "موږ د ښار د ټرافیکي نظم د ښه کېدو لپاره کار کوو. په پلان کې لرو چې د موټرو لپاره منظم تم ځایونه جوړ کړو. دا به د ښاریانو ستونزې کمې کړي او د ښار په ښکلا او نظم کې به مثبت بدلون راولي."

دا چې د چارواکو دا پلان به کله عملي بڼه خپلوي، او ترينکوټيان به کله له دې ستونزو خلاصېږي، لا څرګنده نه ده.