ملګرو ملتونو په افغانستان کې د مالدارۍ په اړه پراخه سروې پیل کړې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۱۸مه نېټه یې د افغانستان په کچه د مالدارۍ دویمه سروې پیل کړې.

دې ادارې نن پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) ویلي، دا پراخه سروې به د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو، ۴۵۲ ولسوالیو، او ۳۶۹۰۰ کلیو کې ترسره شي.

ملګري ملتونه هیله لري چې دا سروې به په افغانستان کې د مالدارۍ سکتور د پروګرامونو د بهبود، د خوراکي توکو د خوندیتوب د ښه‌والي، او د کلیو د معیشت د ملاتړ لپاره مهم معلومات چمتو کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له خلکو غوښتي چې د دې سروې په بشپړولو کې ورسره همکاري وکړي.