د امریکا د خونړي برید شکمن، په افغانستان کې سرتېری و
د امریکا د خونړي برید شکمن، په افغانستان کې سرتېری و
Your browser doesn’t support HTML5
د متحده ایالاو د دفاع وزارت په نیواورلئان ښار کې د چهارشنبې د برید اصلي شکمن شمسالدین جبار معرفي کړی او وایي چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۰ یې افغانستان کې د سرتېري په توګه خدمت کړی و.
د امریکا ولسمشر جوباېډن تېره شپه وویل چې بریدګر له داعش انګېزه اخیستې وه.
په دې برید کې ۱۵ تنه وژل شوي او نږدې ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
بریدګر چې د امریکا تکزاس ایالت اصلي اوسېدونکی و، لومړی یې د ښار په یوه ګډه سیمه کې موټر پر راټولو شویو خلکو ور تاو کړی او بیا یې پرې ډزې کړې دی.
نوموړی پخپله د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.