پر کابل د ژمي لومړۍ واوره وورېده، ځینې ورته خوښ او ځینې سړو اخیستي

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل کې د سږ کال لومړۍ واوره

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د کال لومړۍ واوره شوې، لارو، کوڅو، او واټونو سپینې جامې اغوستې، او خلک د ځانګړو دودونو په ترسره کولو سره د ژمي د موسم د لومړۍ واورې هرکلی کوي.


"کابل دې بې زرو وي خو بې واورې نه" دا د کابلیانو یو مشهور متل دی. دوی دغه شان پر یو بل د لومړۍ واورې زېري ته د "برفي" په نوم مشهور دود هم لري.

د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکې فرزانه وايي:
"دلته په پغمان ولسوالۍ کې چې زما کور دی، واورې ورېږي، ټول ځایونه ډېر ښایسته شوي، ځمکې سپین پوښ اغوستی، ونې ډېرې ښې ښکاري. یو څه ته چې زړه مې ورته خفه وي هغه مرغۍ دي چې سمه دانه نه ورته پیدا کېږي. خلک هم ډېر خوشحاله دي، بزګر ډېر خوښ دي ځکه فصلونو لپاره ډېره ګټه کوي. ماشومانو یخمالکې جوړې کړي، او چا چې لاندې کړي وي، لاندې پخوي."

د کابل یوې بلې اوسېدونکې فایزې رستګار هم ازادي راډیو ته وویل:
"لومړۍ واوره تل یوه ځانګړې خوشالي او سکون لري. زموږ په پخوا زمانو کې ډېر ښه دودونه وو. موږ د واورې په پیل کې خپلو دوستانو او ګاونډیانو ته بلنه ورکوله، هدف یوازې زموږ د خلکو ترمنځ یووالی او مینه وه. موږ لومړۍ واوره د کورنۍ او دوستانو سره یوځای نمانځله."

د کابل ښار یوه کوڅه کې د سږکال لومړۍ وریدلې واوره

د کابل بله اوسېدونکې څانګه بیا له دې امله هم د واورې ورېدو ته خوښه ده چې د هوا ککړتیا له منځه یوسي.
"د واورې په ورېدو سره ډېر خوښ یو، د هوا ککړتیا به له منځه ولاړه شي. موږ ځانګړي دودونه لرو چې د واورې له ورېدو وروسته یې ترسره کوو، لکه چا چې اول بل چا ته د واورې خبر ورکړی وي نو مقابل کس یې باید مېلمه کړي."

د کابل ښاریانو په وینا په دې وروستیو کې د کابل هوا سخته ککړه شوې وه او ورسره د خلکو تر منځ تنفسي ناروغۍ هم ډېرې شوې وې. خو په ورته وخت کې یو شمېر بې‌وزله کورنۍ وايي، د واورې ورېدو اندېښمن کړي، ځکه د خپلو کورونو د تودولو وس نه لري، او دا ورته د نویو ستونزو د پیل په مانا ده.

د کابل ولایت اوسېدونکي نیاز محمد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"پرون شپه له یوې بجې څخه را په دېخوا هوا ډېره سړه شوې، ډېره واوره اوري. د خلکو ستونزې ډېرې دي، د سون توکي نه لري. له سهاره تر اوسه له خپلو کورونو نه یو وتلي، زموږ اقتصاد ډېر خراب دی."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ریاست د پنجشنبې په ورځ د جدي په ۱۳ د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د سختو واورو او باران د ورېدو خبرداری ورکړی او زیاتوي چې د واورې کچه به له ۱۰ تر ۵۰ سانتي‌متره، د باران اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملي‌متره، او د بادونو سرعت له ۵۰ تر ۸۰ کیلومټره په ساعت کې وي.

د کابل ښار یوه څنډه- دوه تنه د کور له پامه واوره پاکوي

دې خبرپاڼې له مخې، هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکندي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، کندز، بغلان، پروان، کابل، پنجشېر او بدخشان هغه ولایتونه دي چې واوره به پکې وشي.

یو شمېر کورنیو رسنیو په ځینو نورو ولایتونو کې هم د واورې ورېدو خبره کړې او ویلي، ان ځینو ولایتونو کې لارې هم بندې کړې دي.

د یادونې ده چې د طالبانو د واکمنۍ له بیاځلي راتګ وروسته په افغانستان کې بې‌کاري او فقر زیات شوی، او د اقلیمي بدلونونو اغېزې لکه سخت بارانونه او مرګوني سېلابونه دا ستونزې لا ډېرې کړې دي.

بېلابېلو نړيوالو سازمانونو هم په خپلو راپورونو کې سږ ژمی د افغانانو لپاره سخت او له ستونزو ډک بللی.