په ټوله نړۍ کې میلیاردونه خلکو نوي ۲۰۲۵ کال ته ښه راغلاست ووایه

د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر ۳۱مه- د سربیا په پلازمېنه بلګراد کې زرګونه کسان د نوي کال د لمانځلو په مراسمو کې

له اسټرالیا نیولې تر آسیا، افریقا، اروپا او امریکا پورې میلیاردونه خلکو تېره شپه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نوی ۲۰۲۵ کال ولمانځه.

د نوي کال د لمانځنې مراسم د نیوزیلنډ له اوکلنډ ښار څخه چې له نیویارک سره د وخت ۱۸ ساعته توپیر لري، پیل شول بیا د اسټرالیا په سیډني ښار، وروسته د جاپان په ګډون د آسیا په بېلابېلو هېوادونو، ورپسې په اروپا، افریقا او بالاخره د امریکا په لویه وچه کې خلکو نوي کال ته ښه راغلاست ووایه.

سږکال د منځني ختیځ، اوکراین او سوډان جګړو د نوي کال د لمانځنې پر مراسمو سیوری غوړولی و، خو له دې سره سره د نوي کال د پیل په درشل کې د نړۍ په لویو ښارونو کې د اورلوبو، نڅاګانو، سندرو او رڼاګانو نندارې جوړې شوې.

په افغانستان او ځینو نورو اسلامي هېوادونو کې نوی میلادي کال ډېر نه لمانځل کېږي.