ایټالیا ته نژدې د یوې کشتۍ د ډوبېدو په پېښه کې نژدې شل تنه کډوال لادرکه شوي دي

د مدیترانې سمندرګی- مرستندویې ډلې له هغو کډوالو سره چې نوي رارسېدلي د مرستې په حال کې دي

شاوخوا شل کسان پرون وروسته له هغه تري تم شول چې د غیرقانوني کډوالو لېږدوونکې یوه کشتۍ په مدیترانې سمندرګي کې ډوبه شوه.

ایټالوي چارواکي وايي چې لامپېډوسا Lampedusa ټاپو ته نژدې د یوې کشتۍ له ډوبېدو وروسته اوه تنه چې د مصر، سوریې او سودان وګړي دي، وژغورل شول خو د دوی په وینا د پاتې کسانو د ژغورنې احتمال ډېر لږ دی.

اکثر غیرقانوني کډوال د مدیترانې سمندرګي له لارې ځانونه د ایټالیا لامپیډوسا ټاپو ته رسوي. دا کشتۍ د راپورونو له مخې له لیبیا څخه د اروپا پر لور روانه شوې وه.