افغانستان سبا- پنجشنبې د زیمبابوې پر وړاندې د کرکټ دوهمه ټسټ لوبه کوي

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټسټ کرکټ لوبه

ټاکل شوې چې د افغانستان او زیمبابوې ملي لوبډلې سبا (د مرغومي ۱۳مه) په دوهمه ټسټ لوبه کې سره مخامخ شي. دا لوبه د کابل په وخت د غرمې په دولس نیمو بجو پیلېږي. دا پنځه ورځنۍ لوبه به د دوشنبې ترورځې دوام وکړي.

د زیمبابوې په کوربه توب د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ لومړۍ ټسټ لوبه چې تېره دوشنبې پای ته ورسېده مساوي شوه خو له دې مخکې د دریو یوورځینو او دریو شل اووریزو لوبو لړۍ افغانستان وګټلې.

د زیمبابوې له لوبلړۍ وروسته د افغان لوبډلې راتلونکې سیالۍ به د آسیا د اتلولۍ په جام یا چمپین ټرافي کې وي. په دې لړۍ کې به د افغانستان لومړۍ لوبه د نوي ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا، دوهمه لوبه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلینډ او دریمه لوبه به یې د فبروري په ۲۹ له اسټرالیا سره وي.