نن چې د میلادي کال وروستۍ ورځ ده، د نړۍ په ډېرو ښارونو کې خلک د ۲۰۲۵ کال د رارسېدو په ویاړ د جشنونو جوړولو ته تیاري نیسي.
د نیوزیلنډ په ګډون د جنوبي آرام سمندر پر غاړه پرتو هېوادونو له نورو مخکې تیارۍ پیل کړې دي ځکه هلته نوی کال له نیویارک څخه اتلس ساعته مخکې پیلېږي. د نیوزیلنډ په لوی ښار اوکلنډ کې به زرګونه کسان د کال د پیل شېبې ته چپه ګڼل پیل کړي او بیا به اور لوبې پیل شي.
دوه ساعته وروسته به په اسټرالیا کې له یو میلیون ډېر کسان په سیډني ښار کې راټول شي او د دودیزې اورلوبې ننداره به وکړي.
په جاپان کې هم نوی کال د تر ټولو لوی جشن په توګه لمانځل کېږي او په دې ترڅ کې خلک معبدونه او کورونه پاکوي او د کال د پیل په درشل کې ډېری لوی بازارونه بند دي.
د نوي کال په مناسبت د نړۍ په نورو لویو ښارونو کې هم اورلوبې کېږي او خلک یې په خوشالۍ سره لمانځي، خو سږکال جګړو په تېره بیا د منځني ختیځ کړکېچ پر دې نړیوال جشن سیوری غوړولی دی.