درې تنه افغان قاچاقبران په برتانیا کې نیول شوي دي

د غیرقانوني کډوالو یوه ډله په سربیا کې

درې تنه افغانان چې له افغانستانه اروپا ته د زرګونه افغانانو په قاچاق تورن دي، په برتانیا کې نیول شوي دي.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې دا کسان چې د یوه بانډ غړي دي د ځوانو هلکانو په ځورونه هم تورن دي.

د برتانیا د کورنیوچارو وزیرې ایویت کوپر نن وویل چې درې واړه تورن بېرحمه کسان دي او مخکې د بلجیم د یوې محکمې له خوا هم په غیاب کې محاکمه شوي دي. د مېرمن کوپر په وینا په دوی کې یوتن په لس کاله او دوه نور هر یو په درې کاله حبس محکوم شوي دي.

د برتانوي چارواکو په وینا د دې بانډ غړو زرګونه انسانان له افغانستان، ایران، ترکیې او د بالکان له هېوادونو څخه لویدیځې اروپا، عمدتا فرانسې ته قاچاق کړي دي.

ویل شوي چې دې قاچاقبرانو به ځوان هلکان د لارې په اوږدو کې له جنسي پلوه ځورول او فلمونه به یې ترې اخیستل کېدل چې غږ ونه باسي. د خبر له مخې بلجیم ته د دې تورنو د سپارلو لپاره قانوني پړاوونه پیل شوي دي څو دا کسان خپله سزا هلته تېره کړي.