د پولیسو یوه چارواکي محمدارشاد ویلي چې د دې هېواد د ختیځ ایالت پنجاب د فتح جنګ ښار پر یوه لویه لاره د یوه مسافروړونکي بس د اوښتو په پېښه کې لږترلږه لس کسان مړه او اوه نور کسان ټپیان شوي دي
د ارشاد په وینا دا بس له بهاولپور څخه د پلازمېنې اسلام آباد پر لور روان و.
همداراز سیمه ایزو رسنیو راپور ورکړی چې په سند ایالت کې هم پر یوه لویه لاره په ترافیکي پېښه کې چې د یوه مسافروړونکي او یوه باروړونکي موټر د ټکر له کبله وشوه، اته کسان مړه شوي دي. چارواکو ویلي دي چې دواړه پېښې د ډریورانو د بې احتیاطۍ نتیجه وه.