په غزه کې پر النصیرات کمپ پرونۍ حمله کې ۹ کسان وژل شوي

النصیرات کمپ کې تر یوه برید وروسته انځور

د فلسطینیانو خبري اژانس وفا راپور ورکړی، چې په غزه کې پر النصیرات کمپ د اسرائیل د توغندیو په پرونۍ حمله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسان وژل شوي دي.

دا د غزې په مرکزي برخه کې پر دغه کمپ چې د فلسطینیانو بېځایه شویو په کې پناه اخیستې ده، د اسرائیل د وروستیو اوونیو د هوايي حملو وروستۍ هغه ده، چې د راپورونو له مخې، په نتیجه کې یې ۱۵ کسان ټپیان شوي هم دي. د وفا د راپور له مخې تر دې مخکې د غزې په شمال کې پر بیت حانون د اسرائیل په یوه جلا حمله کې ۷ کسان وژل شوي وو. د اسرائیل د پوځ یوه ویاند ویلي د دغو راپورونو په اړه څېړنې کېږي. په همدې حال کې د اسرائیل پوځ ویلي چې پرون یې د غزې د شمال پر یوه روغتون په چاپه کې د فلسطینیانو شا و خوا ۲۰ افراطي وسلوال وژلي دي. اسرائیل دا په دې قلمرو کې خپل تر ټولو پراخ پوځي عملیات یاد کړي دي.