بوریل ویلي، هغې د افغان ښځو کرامت او حقونو ته فوق العاده ژمنتیا درلوده او یوه الهام بخښونکې نمونه وه.
ښاغلي بوریل پر خپله ایکس پاڼه پرون ناوخته لیکلي، چې د مېرمن آیودیس پر مړینه سخت خپه دی. هغه زیاته کړې، چې د رافایلا آیودیس نه ستړې کېدونکو هڅو په افغانستان کې د بېشمېره خلکو ژوند بدل کړ او د هغو کسانو په ږغ بدله شوه، چې چا ورته غوږ نه نیوه.
بل لوري ته پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله ایکسپاڼه د مېرمن آیودیس پر مړینه خپګان ښوولی او لیکلي یې دي، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دې پخوانۍ چارواکې د خپل ماموریت پر مهال له افغانانو سره زیاته مرسته او همکاري کړې وه.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ پرون د رافایلا آیودیس د مړینې خبر ورکړ. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د شارژدافېرې په توګه د هغې دنده د سږ میلادي کال د اګست میاشتې په وروستیو کې پای ته رسېدلې وه.