د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي له بیا راستنېدونکو سره یې مرستې چټکې کړي

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې له راستنیدونکو افغان کډوالو سره د دوی د ژوند د بیا پيل په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.

د یکشنبې په ورځ دغې ادارې په ایکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې د ټولنیزو سرچینو د مرکز له لارې چې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت او د دغه صندوق له خوا یې ملاتړ کیږي د راستنیدونکو او بې ځایه شویو لپاره د روغتیا زده کړې، کارموندنې او عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندې کړي.
دغې ادارې ویلي دي چې د ټولنیزو سرچینو د مرکز له جوړیدو راهیسې یې له ۱۷۸۰۰ کسانو سره د ژوند په بیا پيل کې مرسته کړې ده.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې هره اوونۍ له پاکستان او ایران څخه زرګونه کسان په زوره او یا په خپله خوښه هېواد ته راستنېږي.

تر دې مخکې یو شمېر راستنېدونکو ازادي راډيو ته ویلي و چې د ژمي په رارسېدو سره له بدو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.