د ایران د بشري حقونو یوه څارونکي سازمان راپور ورکړی چې د ایران حکومت د یکشنبې په ورځ په لُرستان ولایت کې یو افغان اعدام کړی دی.
(ههنګاو) سازمان ویلي چې دا افغان جلال ستانکزی نومېده او څلور کاله وړاندې د قتل په تور نیول شوی او په اعدام محکوم وو.
په دغه افغان باندې د اعدام حکم د لُرستان په الیګودرز زندان کې اجرا شوی.
ایراني رسنیو په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې د ایران د بشري حقونو څارونکو سازمانونو ویلي چې سږ کال په دغه هېواد کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۷۱ ته رسېدلی دی.
د بشري حقونو سازمانونه او مدافعین وايي، په ایران کې د قضیو د اورېدلو بهیر عادلانه نه دی او ډېری تورن کسان مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري.