د ترکیې ساحلي ګارد ۳۲ افغان کډوال د اژه سمندرګي له شمالي څنډې نیولي دي.
ترکي رسنیو له هغې ډلې انادولو اژانس یکشنبه راپور ورکړی چې ساحلي ګارد دا افغان کډوال له یوې ربړي بېړۍ نیولي چې ۱۶ تنه ماشومان هم پکې شامل دي.
نیول شوي کډوال بېرته د کډوالۍ مرکزونو ته استول شوي.
افغان کډوال اکثر په قاچاقي توګه د ترکیې له ځینو ساحلي سیمو د اژه سمندرګي له لارې په وړو او غیرمعیاري بېړیو کې د یونان ټاپوګانو ته د رسېدو په هدف ځانونه په خطر کې اچوي.
هر کال د سلګونو هغو کډوالو د مړینې او ډوبېدو خبرونه خپریږي چې غواړي له ترکیې د اوبو یا ځمکې له لارې اروپا ته ولاړ شي.