د پوتین او علییف خبرې هغه هم د اذربایجان د الوتکو د لوېدو تر پېښې څو ورځې وروسته

د روسیې ولسمشر

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن د اذربایجان رهبر الهام علییف ته ویلي، کله چې د اذربایجان یوې الوتکې غوښتل د روسیې پر ګروزني ښار راکښته شي، د روسیې د هوايي مدافع دستګاه، د اوکراین د بې پېلوټه الوتکو د احتمالي حملې له کبله فعاله شوه.

خو ولادمیر پوتین دا ونه ویل، چې د روسیې د هوايي مدافع دستګاه دې د اذربایجان د هوايي شرکت د الوتکې د سقوط مسوول وي.

د کرملین په وینا، پوتین علییف ته ویلي، چې په همدې شېبه کې پر موزدوک او ولادي وستوک ښارونو د اوکراین حملې روانې وې او د روسیې د هوايي مدافع دستګاه د دغو حملو په دفاع بوخته وه.

تر دې مخکې ګنګوسې وې، چې تېره چهارشنبه د اذربایجان هوايي شرکت د یوې الوتکې په سقوط کې د روسیې د هوايي مدافع دستګاه ښکېله وه.

په هغه الوتکه کې ۶۷ کسان موجود وو، چې د قزاقستان اقتاو ته نږدې نسکوره کړای شوه.

په دې پېښه کې د الوتکې ۳۸ سورلۍ ووژل شوه او ۲۹ نور کسان ټپیان شول.