د طالبانو تر ولکې لاندې ستره محکمه وايي، په تېرو درېیو اوونیو کې څه باندې ۵۰ کسانو ته تعزیري سزاګانې ورکړل شوي دي.
د دغې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد پرون کورنیو رسنیو ته ویلي، چې دغو کسانو ته په خوست، فاریاب، میدان وردګ، کاپیسا، کابل، غزني، پکتیا، کندوز، سمنګان، پکتیکا او پروان ولایتونو کې په عام محضر کې دغه سزاګانې ورکړل شوې دي.
د بشري حقونو ډلو پر طالبانو انتقاد کړی، چې د بشري حقونو اصولو ته درناوی نه کوي او د تورنو کسانو د محاکمې بهیر یې شفاف نه دی.