د طالبانو دفاع وزارت رسنیو سره خبرو کې د ۱۹ پاکستاني سرتېرو د وژنې ادعا کړې

ډیورنډ کرښې سره نږدې طالب ځواکونه

د طالبانو د دفاع وزارت ځینو سرچینو کورنیو رسنیو سره خبرو کې د لږ تر لږه ۱۹ پاکستاني سرتېرو د وژنې ادعا کړې ده.  سرچینو ازادۍ راډیو ته هم ویلي چې د پاکستاني پوله ساتو په ډزو کې د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ په شپولې سیمه کې لږ تر لږه ۳ ځایي اوسېدونکي وژل شوي او دوه ټپیان دي.

د خوست ولایت علیشېرو ولسوالۍ اوسېدونکي بیا وایي کرښې ته نږدې سیمو کې شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ د جګړې له وېرې نورو سیمو ته کډه شوې دي.

د پنجشنبې په شپه هم د دې ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وسلوالې شخړې راپور ورکړل شوی و.

پکتیا او خوست کې د طالبانو د حکومت حکومت سرچینې نښتې تاییدوي او وایي چې پاکستاني اړخ ته یې مرګ ژوبله اړولې خو په خبره یې دقیق شمېر به وروسته شریک کړي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.