په هغه اعلامیه کې چې د امنیت شورا مشرې لیندا ټوماس ګرینفلډ پرون جمعه ناوخته د ملګروملتونو په ویبپاڼه کې خپره کړې، ویل شوي چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا د ډسمبر د دولسمې د غونډې په تړاو د دې شورا غړي د طالبانو د هغو پالیسیو او کړنو دوامداره منفي اغیزو ته ژوره اندیښنه لري چې د افغانستان په سوله، ثبات او پرمختګ او د دې هیواد پر وګړو یې کړي او هم د ښځو او نجونو بشري حقونه او اساسي آزادۍ محدودوي.
د امنیت شورا غړیو خپل ۲۶۸۱ (۲۰۲۳) پریکړه لیک ته په اشارې سره د افغانستان د راتلونکي او اوږدمهاله پرمختګ لپاره د ښځو او نجونو د بشپړ، مساوي، معنی لرونکي او خوندي ګډون د ډاډمن کولو پر اړتیا ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي چې ژرترژره دې د طبي زده کړو په مرکزونو کې د ښځو پرزده کړو د بندیز په ګډون له دغو پالیسو او چلندونو لاس واخلي.
د امنیت شورا په وینا په دې برخه کې مثبت پرمختګونه له نړیوالې ټولنې سره د باور جوړولو لپاره خورا مهم دي.
د امنیت شورا غړیو دغه راز په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت او په دې هیواد کې د بشري فعالیتونو د دوام لپاره د بودیجې د کموالي او د بشري مرستو په وړاندې د ځینو خنډونو په اړه هم اندیښنه وښوده خو له ټولو ننګونو سره سره یې په دې هیواد کې د ستونزو پرحل لارو ټینګاروکړ.
د ملګروملتونو امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت په تیره د ښځو او نجونو بشري وضعیت ته اندیښنه داسې مهال څرګندوي چې د طالبانو حکومت تراوسه نه یواځې د دې نړیوالې ادارې او نورو لورو د دغو اندیښنو د لیري کولو لپاره اقدام ندی کړی بلکې پرښځو او نجونو یې فشارونه لازیات کړي دي.