د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر نن (د ډسمبر ۲۷مه) د دې هیواد پارلمان منحل کړ او د فبرورۍ په میاشت کې یې تروخت مخکې انتخابات تایید کړل.
دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې د صدراعظم اولاف شولز په مشرۍ حکومت تیره میاشت ړنګ شو.
د جرمني حکومت د اروپا د دې ستر اقتصاد د رغولو د څرنګوالي په اړه له داخلي اختلافاتو سره مخامخ و، خو تېره اونۍ د کرسمس پر یوه مارکېټ له برید وروسته د امنیت او کډوالۍ پر سر اختلافات هم پرې ورزیات شول.
د طالب عبدالمحسن په نوم د سعودي یوه وګړي چې ۱۸ کاله وړاندې جرمني ته کډوال شوی و، تېره اونۍ د مګدیبورګ ښار د یوه بازار په ګڼه ګوڼه کې خلک ترخپل ګړندي موټر لاندې کړل. په دغه برید کې پنځه تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
طالب المحسن، چې یو پنځوس کلن ارواپوه دی، د ښي اړخو پلوي بلل شوی او ویل کېږي هغه، چې ویل یې پخوا مسلمان و، له هغه څه سره مخالف و، چې د اروپا د اسلامي کیدلو هڅې بلل کېږي.