د روغتیا نړیوال سازمان؛ په تېره یوه میاشت کې ۱۱۰ زره افغانان په شدیدو تنفسي ناروغیو اخته شوي دي

کندهار، د ۲۰۲۴ کال مې- په تنفسي ناروغیو اخته ماشومان په روغتون کې

روغتیا نړیوال سازمان (دبلیو اچ او) د تیرې یوې میاشتې په موده کې په افغانستان کې د یو لک او لس زره مورده شدیدو تنفسي ناروغیو « ای ار ای» د ثبت خبر ورکړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان (دبلیو اچ او) شدیدې تنفسي ناروغۍ په افغانستان کې د روغتیا د برخې له لویو ننګونو څخه بولي.

دغه سازمان نن (د مرغومي ۷مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي دي چې یوازې په تېره نومبر میاشت کې په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو ۱۰۸،۴۳۸ تازه پیښې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، که څه هم د اکټوبر میاشتې پرتله په تنفسي ناروغیو کې ۱،۳ سلنه کموالی راغلی خو له دې کبله د مړینو کچه ۰،۲ سلنه ده.

په راپور کې دغه شان راغلي که څه هم د اکټوبر میاشتې په پرتله په تنفسي ناروغیو کې ۱،۳ سلنه کموالی راغلی خو د مړینې کچه یې ۰،۲ سلنه وه.

د دغه سازمان په خبره په ۲۰۲۴ کال کې ۱،۲۲ میلیونه کسان په افغانستان کې په تنفسي ناروغیو اخته شوي چې له کبله یې ۲،۷۷۱ تنو مړه شوي هم دي.

په ورته وخت کې په تنفسي ناروغیو اخته ځینې کسان وايي چې د ناروغۍ لاملونه یې ارثي او د هوا ککړتیا ده.

د کابل ښار اوسېدونکې ۶۰ کلنه منیره چې تنفسي ناروغي لري او د ژمې په راتګ یې ناروغي زیاتیږي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

« ساه بندي لرم، د ژمي په رارسېدو سره چې هوا لا پسې ککړیږي ناروغي مې ورسره زیاته شي، ځان مې درد کوي د تنفسي الې له استفادې پرته مې چاره نه کیږي، په کابل کې هوا ډېره خرابه ده.»

د پروان ولایت اوسېدونکی ۱۲ کلن بینامین چې دوه ورځې وړاندې د ناروغۍ له کبله ډاکټر ته ورغلی و په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل:

« کله چې دغه ناروغې راباندې راشي نو ساه مې بنده بنده کیږي، شپې مې هم ساه بندیږي، ډاکټر ته لاړم ویل یې چې ته د « د استماع» په نوم ناروغي لرې او باید له دوړو، خاورو او ډېر شماله ځان وساتې، د ماسک د استفادې، د غوړیو او ترخو د نه خوړولو سپارښتنه یې هم راته وکړه، د سینې عکس یې چې راته واخېست ویل یې چې په سینه کې دې شته رګونه تنګ دي.»

کابل ښار، د ژمي پرمهال (عکس له آرشیف څخه)

په تنفسي ناروغیو اخته کسان او ډاکټران په افغانستان کې د دې ناروغیو لوی لامل د هوا ککړتیا بولي.

د کابل ولایت اوسېدونکی عبدالواسع چې موریې تنفسي ناروغي لرله او اوس دی او ماشوم یې هم پرې اخته دی په دې اړه ازادي راډیو ته وویل "مور مې د ساه لنډۍ ستونزه لرله، اوس پرې زه اخته یم او په دې سلسله کې مې اوس د بچي ساه هم بندیږي، د هوا په سړېدو چې ورسره د هوا ککړتیا هم زیاتیږي دغه ستونزه ورته پیدا کیږي او اړ یو چې روغتون ته یې یوسو او اکېسجن ورته ورکړو."

د داخله ناروغیو متخصصین له ډلې یې ډاکټر متین صافی وايي چې په افغانستان کې د تنفسي ناروغۍ لوی لامل د هوا ککړتیا ده.

ډاکټران وايي چې د تنفسي ناروغیو د مخنیوي لپاره دې خلک ګرمي جامې واغوندي، ژمي ته دې تیاري ونیسي او د نشه يي توکو له کارولو دې ډډه وکړي.

هغه د دغه ناروغۍ د مخنیوي د لارو چارو په اړه ازادي راډیو ته وویل" د دې ناروغیو لوی لاملونه د هوا ککړتیا ده، دا چې په افغانستان کې د سونګ توکو بیې زیاتې دي او خلک یې پرځای پلاستیکي توکي سوزوي نو دې مسلې هم اغیز کړی دی او له کبله یې ناروغۍ زیاتیږي، د مخنیوي لپاره یې باید ګرمي جامې وکارول شي او د کورونو د ګرمولو لپاره باید له واړندې تیاری ونیول شي، د نشه توکو له کارونې دې ډډه وشي او په ورته وخت کې د بدن د مقاومت د لوړولو لپاره له فصلي میوو ډېره ګټه واخېستل شي."

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې د تنفسي ناروغیو د مخنیوي لپاره د دا ډول ناروغیو پر دوامداره مدیرت، روغتیايي اسانتیاوو ته پر لاس رسي او په دې برخه کې د واکسینونو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو تر دې وړاندې یې په بېلابېلو روغتیايي برخو کې د اصلاحاتو خبره کړې او ادعا یې کړه چې ګواګې په افغانستان کې روغتیايي سیسټم مخ پر ښه کېدو دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان بیا په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د بودجې له کموالی شکایت کړی او ویلي یې دي چې په دغه هیواد کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته روغتیايي اسانتیاووې او خدمتونه کمزوري شوي دي.