د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د پیل شوې ټيسټ لوبې په دویمه ورځ د کوربه لوبډلې د توپوهنې لومړۍ پاڼۍ پای ته ورسېده او ۵۸۶ منډې یې وکړې.
دا په یوه پاڼۍ کې د زمبابوې لپاره تر ټولو زیاتې منډې دي. دغه سیالي چې د ډسمبر په ۲۶مه نېټه پیل شوې ده، زمبابوې د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.
د زمبابوې په توپوهونکو کې شان وېلیمس ۱۵۴، براین بینیټ ۱۱۰، ګرېګ اېروېن ۱۰۴ او بین کرن ۶۸ منډې وکړې.
د افغان توپ اچونکو له ډلې الله محمد غضنفر۳، نوید ځدراڼ، ظاهرخان او ضیاالرحمن اکبر دوه ـ دوه او عظمت الله عمرزي یوه وېکټ واخیسته.
د دې ټيسټ لوبې لا هم درې نورې ورځې پاتې دي، افغانستان به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې لومړۍ پاڼۍ پیل کړي.
د ویلو ده چې په دې ټيسټ لوبه کې د افغانستان له لوري صدیق اتل، عظمت الله عمرزی او الله محمد غضنفر د لومړي ځل لپاره لوبه کوي.