د افغانستان له کلیوالي اقتصاد سره د خوړو او کرنې د نړیوالې ادارې مرسته

د جوزجان ډېرو کلیوالو مېرمنو په کروندو کې د کرکېلې پرځای د سپڼسیو اوبدلو ته مخه کړې

د ملګروملتونو د خوړو اوکرڼې اداره، FAO وایي چې د دې ادارې د کار په بدل کې د نغدو پیسو د ورکولو فعالیتونو ۱۴۷ زره کسانو ته لنډمهاله کارونه رامینځ ته کړي چې له دې لارې په روان ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان کلیوالي اقتصاد ته ۱۴ نیم ملیون ډالره داخل شوي دي.

د افغانستان لپاره د دې ادارې څانګې نن- د مرغومي ۷مه پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې کلیوالي ټولنې وده کوي ځکه دوی له نغدو پیسو او هم د زیربناوو له ښه کیدو څخه ګټه پورته کوي.

د ملګروملتونو دغې مرستندویه ادارې پرون پنجشنبې پرهمدې پاڼه لیکلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د اوبو د زېرمه کولو دوه میلیونه واړه اولوی ډنډونه، ۲۲۷۵ چیک ډیمونه اود سیندونو د غاړو د پخولو په ګډون ۴۸ کیلومتره کانالونه جوړکړي دي.

د دې ادارې په وینا دغه پانګونه له دې سره مرسته کوي چې ترځمکې لاندې اوبه زیاتې، د اوبوخور سیسټمونه ښه او په ټول افغانستان کې د اوبو مدیریت ښه شي.