اسراییل وايي چې د هوایي مدافعې سیسټمونو یې له یمن څخه یوتوغول شوی توغندی مخکې له دې چې د اسراییل خاورې ته ورسیږي، شنډ کړ.
د اسراییل پوځ نن- د مرغومي ۷مه، سهاروختي مهال وویل چې د دې شنډ کړای شوي توغندي د ټوټو د راپریوتو له امله د احتمالي زیانونو په خاطر د اسراییل په څو مرکزي سیمو کې د خبرداري زنګونه وهل شوي و.
له دې مخکې اسراییلي جنګي جټ الوتکو پرون پنجشنبې د ایران ملاتړو حوثي یاغیانو د بریدونو په ځواب کې په یمن کې څو ځایونه په نښه کړل. د رسمي شمېرو له مخې، د دغو بریدونو په نتیجه کې لږترلږه شپږ کسان ووژل شول او له ۴۰ زیات نور ټپیان شول.
د غزې د جګړې له پیل راهیسې، د یمن حوثيانو پراسراییلو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو بریدونو ته دوام ورکړی. اسراییل د ځوابي حملو په ترڅ کې په وروستي هوایي برید کې د صنعا د نړیوال هوایي ډګر په ګډون د حوثیانو بنسټیز تاسیسات په نښه کړل.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ماښام د هغه څه چې ده د " ایران د شرارت محور" وباله، د له منځه وړلو لپاره د اسراییل پرهوډ یوځل بیا ټینګاروکړ.