د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړوجهي صندوق یونیسف وایي، د دې خطرشته په افغانستان کې د خوړو نا امني لا زیاته شي.
یونیسف په یوه راپور کې چې د ملګروملتونو ریلیف ویب ویبپاڼې خپور کړی اټکل کوي چې په ژمي کې به د ورښت کچه له متوسطې اندازې کمه وي او تر پسرلي پورې به دوام وکړي چې په نتیجه کې به یې د واورو او ابو زېرمې کمې شي او داحالت به د پسرلي ترپایه دوام وکړي.
یونیسف د خوړو د نا امنۍ د احتمالي زیاتیدا د ځینو نورو عواملو لکه د خوندیتوب د امکاناتو د کموالي، خراب اقتصادي وضعیت، لومړنیو خدمتونو ته د نه لاسرسي، طیبعي خطرونو، د اقلیم له امله د پېښېدونکو زیانونو او همدارنګه د سیمه ییزو سیاسي تحرکاتو یادونه هم کړې چې په وینا یې د افغانانو د رغیدو پروړتیا ناوړه اغیز کوي.
یونیسیف دا هم ویلي چې ۱۴،۸ ملیونه کسان به چې د افغانستان د وګړو ۳۲ سلنه جوړوي، د ژمي په میاشتو کې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري. د خوړو نړیوال پروګرام بیا ویلي په را روان ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې نژدې ۲۳ ملیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.