نن د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټسټ لوبې دوهمه ورځ ده

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټسټ کرکټ لوبه

د زیمبابوې او افغانستان د کرکټ د ملي ټیمونو ترمنځ نن د ټسټ لوبې دوهمه ورځ ده.

پرون د زیمبابوې لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو درې سوه درې شپيته منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لورې اله محمد غضنفر دوې ویکټې او نوید ځدران او ظاهر خان یوه یوه ویکټه اخیستې ده.

دا پنځه ورځنۍ لوبه د زیمبابوې په بلاوایو ښار کې شروع شوې ده.

افغان لوبډلې د زیمبابوې له ټیم څخه د دې سفر په ترڅ کې د درې پنځوس اورونو او درې شل اورونو لړۍ ګتلې دي.

په پام کې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوې ټسټ لوبې وشي چې دوهمه یوه یې د جدي په دیارلسمه پیلیږي.