ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، سلواکیا د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې هڅې پیل کړې دي

په عکس کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سلواکیا له صدراعظم فیڅورابرت فیڅو سره

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، د سلواکیا صدراعظم رابرت فیڅو څرګنده کړې ده چې هیواد یې د ماسکو او کییف ترمنځ د اوکراین د جګړې په اړه د سولې احتمالي خبرو ته زمینه برابروي.

ولادیمیر پوتین پرون رسنیو ته وویل چې فیڅو له ده سره په خپلو وروستیو خبرو کې ورته ویلي دي، که چیرته خبرې وشي نو خوښ به وي چې سلواکیا یې کوربنه وي.

د پوتین ډیر وړاندیزونه تر اوسه د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ته د منلو نه ښکاري.

له دوه زره دوه ویشتم کال راپه دې خوا چې روسیې پر اوکراین غیرموجه برید پيل کړی، فیڅو د اروپا له ګوتو په شمیرو مشرانو څخه دی چې له پوتین سره یې خپله دوستي ساتلې ده.

دا دوستي د دې سبب شوې ده چې زیلینسکي او د لویدیځ ګڼ مشران د سلواکیا پر صدراعظم انتقاد وکړي.