د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان راتلونکې میاشت مسکو ته سفر کوي

پزشکیان او پوتین د بریکس په غونډه کې د ګډون پرمهال

ټاکل شوې ده چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان راتلونکې میاشت روسیې ته سفر وکړي.

د ایران او روسیې رسنیو پرون د دې سفر خبر ورکړ.

د ایران تسنیم اژانس په ماسکو کې د ایران د سفیر کاظم جلالي په وینا لیکلي دي چې پزشکیان به د جنوري به اوولسمه روسیې ته ولاړ شي او د دې سفر په ترڅ کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ یو توافقلیک لاسلیک کړي.

پر ایران او روسیې لویدیځ سخت اقتصادي بندیزونه لګولې دي او په وروستیو کلونو کې دغو دواړو هیوادونو په خپلو کې همکارۍ زیاتې کړ دي.