د اکوادور لویې څارنوالۍ د څلورو ماشومانو د لادرکه کېدو په قضیه کې پوځيان تورن کړي دي

د اکوادور د پوځ سرتېري په ښار کې د ګزمې په حال کې (عکس له آرشیف څخه)

د اکوادور لویې څارنوالۍ اعلان کړی چې غواړي د دې هېواد د شپاړسو پوځیانو پرضد د څلورو نویو زلمیانو د لادرکه کېدو په قضیه کې د لاس لرلو په تور جنايي دوسیه پرانیزي.

څلور تنه نوي زلمیان چې عمرونه یې د ۱۱ او ۱۵ ترمنځ وو، د روانې ډسمبر میاشتې په اتمه د آرام سمندر په ساحلي ښار ګوایاکیول کې تري تم شول چې د خلکو پراخه غوسه یې وپاروله.

د اکوادور لوی څارنوال پرون پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې له تحقیقي ادارو غواړي چې په دې قضیه کې د تورنو پوځیانو پرضد د جنایي دوسیې د پرانیستو دقیقه نېټه وټاکي.