د اوکراین په کریوي ریه ښار د روسیې له خوا د بالستیک توغندي په یوه برید کې یوتن وژل شوی دی.
اوکرایني چارواکو د مرغومي په ۴مه وویل، دا حمله د استوګنې پر یوه څلور پوړیزه ودانۍ شوې ده. د دنیپرو پیتروفسک والي سیرهي لیساک ویلي چې په دې برید کې یوولس نور کسان هم ټپیان شوي چې اوه تنه یې روغتون ته رسول شوي دي.
د اوکراین د بشري حقونو ټولنې دې برید ته قهرجن غبرګون ښودلی او یادونه یې کړې چې دا برید د عیسویانو د مذهبي جشن کرسمس په ورځ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د اوکراین په ختیځ کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سیالو خواوو ترمنځ د درنو نښتو راپورونه ورکړل شول.