د طالبانو حکومت: پر افغانستان د پاکستان په برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د پاکستان د هوايي ځواک جنګي جټ الوتکه

د طالبانو حکومت د افغانستان پر خاوره د پاکستان حمله غندلې او وحشیانه برید یې بللی.

د طالبانو حکومت وايي، د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي برید کې ۴۶ تنه وژل شوي دي.

د دې حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه د جدي (۵) د یوه پیغام په استولو سره د ازادي راډیو مشال څانګې سره دا شمېرې شریکې کړې او زیاته يې کړه چې په دې برید کې د پنځو ماشومانو په ګډون شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

"د پکتیکا برمل ولسوالۍ په شین سترګۍ اډې، سورزغمي، الماستې او مرغې سیمو کې په څلورو ځایونو بمبار شوی. ټول پکې ۴۶ تنه شهیدان دي چې اکثریت یې ماشومانو او زنانه دي. ۶ نفره ټپيان دي چې یو لوی کس او ۵ ماشومان دي. شهیدان او ټپیان ځينې ځایی خلک دي او ځينې د وزیرستان څخه را مهاجرې شوی کورنۍ دي."

د طالبانو دفاع وزارت بېګا ناوخته پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ولیکل چې پاکستاني پوځ د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر اړوندو سیمو بمباري کړې او ولسي وګړي یې چې ډېری عام وزیرستاني کډوال دي په نښه کړي.

په بیان کې د برید د مرګ ژوبلې دقیق شمېر نه دی ښودل شوی خو یادونه شوې چې د ماشومانو په ګډون یوشمېر ملکي وګړي پکې شهیدان او ټپیان شوي دي. په بیان کې خبرداری ورکړل شوی چې د طالبانو حکومت د خپلې خاورې او حریم دفاع د ځان حق بولي او دا عمل به بې ځوابه پرې نه ږدي. بیان زیاتوي چې پاکستان باید پوه شي چې دا ډول خپلسری عمل د هېڅ ستونزې حل نه دی.

د طالبانو حکومت د پاکستان برید په کلکه غندلی دی او خبرداری یې ورکړی چې د خپلې خاورې او حریم دفاع د ځان حق بولي.

د راپورونو له مخې د پاکستان جنګي جټ الوتکو د افغانستان په خاوره کې پر هغو سیمو هوايي حملې کړي دي چې پاکستاني چارواکي وايي، د تحریک طالبان پاکستان یا TTP مشکوک پټنځایونه پکې دي.

د پاکستان حکومت رسما په دې اړه څه نه دي ویلي خو اسوشیتیدپریس خبري آژانس په یوه راپور کې د پاکستان د ۴ امنیتي چارواکو له قوله لیکي چې وايي، د پاکستان پوځ د افغانستان په خاوره کې دننه د پکتیکا ولایت پر غرنیو سیمو د هوايي حملو پرمهال د پاکستاني طالبانو د تحریک د روزنې مرکزونه ویجاړ کړي دي. دې چارواکو چې نه غواړي هویت یې افشا شي ځکه له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لري دا هم ویلي چې په دې حملو کې یوشمېر وسله وال وژلي شوي دي. د پاکستان پوځ د روان کال په مارچ میاشت کې هم تایید کړه چې د استخباراتي معلوماتو په اساس یې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هوايي حملې کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې که په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د درنو هوایي حملو لومړني راپورونه سم وي نو ښایي طالبان یې ځواب ورکړي. هغه ویلي دي چې د جګړې پرځای دواړه هیوادونه باید پر دې توافق کړي چې هیڅ یو به اجازه نه ورکوي چې افراد یا ډلې یې له خاورې د بل هېواد امنیت وګواښي.

د پاکستان د هوايي حملې په ورځ د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړی استازی په کابل کې و.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د سه شنبې په ورځ د مرغومي په څلورمه په کابل کې د طالبانو د حکومت د کورنیو او بهرنیو چارو له سرپرست وزیرانو سره وکتل.

د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او صادق خان په کتنه کې دواړو خواوو د کابل او اسلام آباد د اړیکو د لا ښه والي او د موجودو ستونزو د حل لپاره پر یولړ مهمو مسایلو خبرې وکړې او ښاغلي حقاني غوښتنه وکړه چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره دې ګډې هڅې چټکې شي.

پاکستاني چارواکو بیا بیا ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې وسله وال د افغانستان له خاورې پر پاکستان د حملو لپاره کار اخلي خو طالبانو دا ادعاوې تل ردکړې دي.