په ترکیه کې یوې چاودنې ۱۲ کسان وژلي دي

ترکیه- د مهماتو په یوه فابریکه کې له چاودنې وروسته د اوروژنې ډله د د پېښې ځای ته ورسېده

لږترلږه ۱۲ کسان نن په ترکیه کې د یوې چاودنې په نتیجه کې ووژل شول.

د ترکیې د دولتي خبري آژانس انادولو د راپور له مخې دا چاودنه د ترکیې په شمال لویدیځ کې د بالیکسیر ولایت د مهماتو جوړولو په یوه کارخونه کې شوې ده چې پنځه نور کسان هم پکې ټپیان شوي دي.

د بالیکسیر والي اسماعیل اسوستااوغلو ویلي دي چې د چاودنې په نتیجه کې د فابریکې ودانۍ ویجاړه شوې او شاوخوا ودانیو ته هم لږ زیان اوښتی دی.

چارواکو ویلي دي چې د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.