ترکیه وايي چې د سوریې څه باندې دوه نیم لکه وګړي په تېرو دوو اونیو کې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ترکیې د کورنیوچارو وزیر علي یرلي کایا نن (د مرغومي ۴مه) په دې اړه انادولو دولتي خبري آژانس ته څرګندونې وکړې. ترکیې د بل هر هېواد پر تله ډېرو سوري کډوالو ته ځای ورکړی و.
د ملګروملتونو د ارقامو له مخې د سوریې شاوخوا درې میلیون وګړي اوس مهال په ترکیه کې دېره دي. د هیات تحریر شام په مشرۍ وسله والې ډلې د ډسمبر په اتمه د سوریې پلازمېنه دمشق ته ننوتې او د بشارالاسد رژیم یې وپرځاوه چې له دې سره په ترکیه، عراق او لبنان کې دېره ګڼ شمېر سوري کډوالو له ځمکنیو سرحدونو څخه خپل هېواد ته ستانه شول.