په روسیه کې یو امریکایی وګړی په ۱۳ کاله بند محکوم شو

امریکایی ایفګیني سپکټور (عکس له آرشیف څخه)

د روسیې یوې محکمې امریکایی وګړی ایفګیني سپکتور چې مخکې هم بندي و، د جاسوسۍ په تور په ۱۳ کاله بند محکوم کړی دی.

د روسیې دولتي خبري آژانسونو نن (د مرغومي ۴مه) راپور ورکړ چې سپکتور یو کال مخکې هم د بډو د ورکولو په قضیه کې په درې کاله بند محکوم شوی و. د تاس خبري آژانس د راپور له مخې د محکمې قاضي پرېکړه کړې ده چې نوموړی د دواړو جرمونو په خاطر په ۱۵ کاله بند محکوم کړي.

د راپورونو له مخې سپکټور په ۲۰۲۱ کال کې، مخکې له دې چې ونیول شي، د سرطان پرضد د روغتیايي تجهیزاتو د جوړولو د یوې فابریکې د مراقبت د کمیټې د مشر په توګه کار کاوه. راپورونه زیاتوي دې امریکایی وګړي د خپلې محاکمې په لومړۍ دوسیه کې د روسیې د صدراعظم د پخواني مرستیال سکرټر ته د بدو د ورکولو تور منلی و.