د اوکراین په ختیځ کې د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ د تازه نښتو راپورونه رارسېږي.
د اوکرایني ځواکونو ستردرستیز نن (د ډسمبر ۲۴مه) په یوه بیان کې وویل چې تر نن سهار وختي پورې یې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه د شاوخوا ۲۳۵ نښتو خبرونه ترلاسه کړي دي.
په بیان کې د خارکییف، کوپیانسک او دونېڅک په استقامتونو کې د درنو جګړو خبر ورکړل شوی دی. بیان زیاتوي چې روسیې په دې جګړو کې خپل ۱۶۰۰ سرتېري او دېرش زغره والې وسلې له لاسه ورکړې دي.
دا ادعا خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې او مسکو هم ډېر کله په جګړه کې د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.