د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پنځمې هجري لمریزې پېړۍ د امپراتور سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې غندلې دي.
د ښاغلي فطرت په وینا خواجه محمد آصف په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي چې محمودغزنوي به د هند د لوټلو لپاره تګ راتګ کاوه او د ده لپاره اتل نه دی.
فطرت تېره شپه پر خپله ایکس په یوه تند بیان کې لیکلي چې د طالبانو حکومت د خواجه آصف غیرمسوولانه څرګندونې له تاریخي حقایقو د هغه بېخبري یې بولي. فطرت د پیغور په توګه دا هم ویلي چې پاکستان پر خپلو دفاعي توغندیو د محمود غزنوي نوم ایښی دی.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند محمود غزنوي هغه مسلمان افغان بللی چې د سیمې له ټولو مظلومو او تر ګواښ لاندې ولسونو سره یې د ایماني مسوولیت له مخې همدردي کوله.