د پاکستان ځانګړي استازي په کابل کې له طالب چارواکو سره کتلي دي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی. محمد صادق خان نن پر خپله ایکس پاڼه د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره د خپلې کتنې عکسونه خپاره کړي دي.

ښاغلی صادق خان چې په کابل کې د پاکستان پخوانى سفير و، په روانه ډسمبر میاشت کې وروسته له هغه يوځل بيا د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي پر دنده وګومارل شو چې په تېره سپټمبر مياشت کې لومړي وزير شهبازشريف پخوانى ځانګړى استازى اصف دراني له دندې ګوښه کړ.

ښاغلي صادق خان لیکلي دي چې له طالب چارواکو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییز امنیت ترڅنګ پر یو لړ مسایلو خبرې کړې دي، خو د خپلو خبرو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.