د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي چې د بودیجې د کمښت له کبله په سږني ژمي کې په افغانستان کې یوازې شپږ میلیون کسانو ته مرستې رسولی شي.
WFP نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې میلیونونه نور افغان وګړي به د دې سازمان له مرستو بې برخې وي.
د خوړو نړیوال پروګرام دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې ملګروملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي دي چې په راروان سخت ژمي کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.
مخکې له دې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي و، چې په ۲۰۲۵ کال کې به شاخوا ۲۲،۹میلیون افغانان بشري مرستو ته اړ وي.