ملګري ملتونه: د سوریې نوي واکمن د اسد د رژیم د بشري جرمونو په اړه همکاري ته لېوال دي

حلب سوریه، د ۲۰۱۶ کال د سپټمبر ۲۷مه، پر ملکي وګړو د دولتي ځواکونو له بمبارۍ وروسته

د ملګروملتونو هغه اداره چې په سوریه کې د جنګي جرمونو په اړه څېړني کوي، وايي، د سوریې نوي واکمن دې ته ډېر لېوال دي چې د بشارالاسد د رژيم له خوا د شویو جرمونو په اړه په تحقیقاتو کې همکاري وکړي.

د سوریې لپاره د نړیوال، بې پرې او خپلواک میکانیزم د ادارې پلاوي پرون دمشق ته خپل سفر پای ته ورساوه. د دې ادارې مشر رابرت پیتیت د دې سفر پرمهال د شویو جنایتونو د اسنادو او نورو شواهدو د خوندي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

دا ځانګړې اداره د ملګروملتونو عمومي اسمبلې په ۲۰۱۶ کال کې جوړه کړه او دا لومړی ځل دی چې پلاوی یې سوریې ته ځي. د دې ادارې د جوړېدو هدف د سوریې د کورنۍ جګړې پرمهال چې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوه، د احتمالي جنګي جرمونو، د بشريت ضد جنایتونو او نسل وژنې یا جینوساید په اړه د شواهدو له راټولولو او د دې جنایتونو د عاملانو له تعقیب او محاکمې سره مرسته وه.