د ترکیې دفاع وزیر وايي، د سوریې نوي واکمن به کرد وسله وال د دې هېواد د شمال ختیځ له ټولو هغو سیمو وباسي چې ولکه پرې لري.
یاسر ګولیر پرون (د مرغومي ۲مه) د سوریې په سرحد کې دېره ترکي ځواکونو ته د وینا پرمهال وویل، د سوریې نوې مشرتابه او د سوریې ملي پوځ چې انقره یې ملاتړ کوي باید له نورو خلکو سره په ګډه هغه سیمې چې د تروریستانو له خوا نیول شوې دي آزادې کړي.
ښاغلي ګولیر په دې وینا کې چې پرون د دفاع وزارت له خوا خپره شوه، همداراز ټینګار کړی چې ترکیه به لازم اقدامات ترسره کړي تر څو د دې هېواد له خاورې بهر دېره ټول تروریستان له منځه ولاړ شي.
انقره وايي، د سوریې کرد وسله وال د کردستان د کارګرانو د ګوند یا PKK چې ترکیه، امریکا او اروپايي ټولنه یې یوه تروریستي ډلې بولي یوه څانګه ده. دا ډله له څلوېښتو کلونو راهیسې له ترکیې څخه د بېلتون لپاره جګړه کوي.