روسیې پر اوکراین د سلو بې پیلوټه الوتکو په وسیله برید وکړ

په اوکراین کې د روسیې نسکوره شوې بې پیلوټه الوتکه عکس له آرشیف څخه

روسیې نن پر اوکراین د څه باندې سلو بې پیلوټه الوتکو برید وکړ خو د اوکراین د پوځي چارواکو په وینا دا حمله مرګ ژوبله نه لري.

د اوکراین هوايي ځواک نن (د ډسمبر ۲۲مه) په یوه بیان کې وویل چې روسیې د ۱۰۳ بې پیلوټه الوتکو په وسیله د خرسون، میکولاییف، چیرني هیف، سومي، زاپوریژیا، خارکییف، پولتاوا، ژیتومیر او پلازمېنې کییف سیمې په نښه کړې خو د اوکراین د هوايي مدافعې ځواکونو له دې ډلې ۵۲ ډرونونه ویشتل.

د بیان له مخې په دې بریدونو کې دفترونو او د استوګنې ودانیو ته زیان اوښتی دی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې تراوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

روسیې په وروستیو څو اونیو کې پر اوکراین حملو ته زور ورکړی او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون وویل، مسکو په تېره یوه اونۍ کې پر اوکراین د ۵۵۰ رهبري شویو بمونو، نژدې ۵۵۰ ډرونونو او ۲۰ توغندیو په وسیله حملې کړې دي.