قدم وهل او پلی تګ مو عمر اوږدوي

په بلاروس کې دوه زړې ښځې د قدم وهلو په حال کې، ارشیف

قدم وهل يا پلي تګ يو له هغو سپورټي او فزيکي فعاليتونو ګڼل کيږي چې له امکاناتو او لګښتونو پرته ترسره کيدای شي. په افغانستان کې يو شمېر ميرمنې او نارينه وايي هره ورځ د يوه ساعت پلي تګ کوي چې له کبله يې د دوي روغتیايي وضعیت ښه دی.

د مزارشريف ښار اوسيدونکې فروزان چې د طالبانو له بنديز وړاندې يې په يوه سپورټي جمنازيوم کې ورزش کاوه وايي اوس یې پلی تګ په خپل ورځنی مهال وېش کې شامل کړي دي.

هغې په دې ازادي راډيو ته وویل: "د ښځينه سپورټي جمنازيمونو تړولو ته په کتو اوس د ښځو لپاره د ورزش ښه لاره همدا پلی تګ او قدم وهل دي چې کولای شي له هغې په ګټنې خپلې روغتيا ته پام وکړي، قدم وهل د خپګان د لرې کولو د بدن او قلب د سلامتيا لپاره ډېره ګټه لري‌"

د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد اوسېدونکی محمد ضمير چې ۵۰ کاله عمر لري وايي په منظمه توګه د پلي تګ له امله ښه صحت لري."کله چې د انسان عمر زياتيږي نو د شکر، فشار او نورو ناروغيو په مخنيوي کې پياده ګرځېدل ډېره مرسته کوي، ماته تجربه شوې زما په عمر کوم خلک چې پياده نه ګرځي په بېلابېلو ناروغيو اخته شوي دي."

د هرات ولايت اوسېدونکي احمد دپلي تګ د ګټو په اړه ازادي راډيو ته وویل " په پياده ګرځېدو انسان ارامه کيږي او د شپې خوب يې ښه کيږي او کولای شي ښه خوب وکړي، که چیرته پياده ونه ګرځئ نو د شپې خوب به مو سم نه وي، د ژمي په دې اوږدو شپو کې به څو ځلې راويښيږئ، خپله چې لس بجې ويده شم د سهار لمانځه ته راويښږم."

په همدې حال کې ډاکټران وايي چې هره ورځ لږ تر لږه د نيم ساعت لپاره پلی تګ د قزړه د ښه فعاليت او ټول بدن ته د وينې د منظمې رسونې په برخه کې مرسته کوي.

د داخله ناروغيو متخصص ډاکټر سيد شفيع سادات وايي قدم وهل د ټولو لپاره ګټور تماميدای شي‌"پياده ګرځېدل او قدم وهل د ټولو ځوانانو، تنکيو ځوانانو، هغوي چې عمرونه يې زيات دي ډېره ګټه کوي، څيړنې ښيې چې د سهار لخوا قدم وهل ډېره ګټه کوي، او هغوي چې هره ورځ يو ساعت قدم وهي له هغو يې عمرونه زيات وي چې قدم نه وهي."

د ښاغلي سادات په خبره هغوي چې د زړه ناروغۍ لري چټک پلی تګ ورته تاوان کوي او بايد ورو ورو قدم ووهي.

د ډاکټرانو په خبره پلی تګ یا پياده ګرځېدل، د وزن د کمښت، د خپګان او انديښنو په لمنځه وړلو، د عضلاتو د سم فعالیت، د وينې د فشار د کنټرول، د هډوکو د پوچېدو د مخنیوي او د اکسيجن د ښې اخيستنې د سيسټم له پياوړتيا سره مرسته کوي.

که څه هم قدم وهل او پياده ګرځېدل يو له هغو فزيکي فعاليتونو ګڼل کيږي چې له امکاناتو او لګښتونو پرته ترسره کيدای شي خو په افغانستان کې ورته دومره پام نه کيږي او خلک ان نږدې ځايونو ته د تګ لپاره له نقليه وسايطو کار اخلي.

ځينې افغانان ادعا کوي چې د قدم وهلو لپاره مناسب ځايونه نشته.

د یادونې ده چې قدم وهل او پیاده ګرځیدل هم مناسب فزيکي فعاليت او هم ښه سپورټ کیدای شي، کله چې د فزیکي روغتیا د ښه کولو، د وزن د کنترول، یا د عضلاتو د پیاوړتیا په موخه ترسره کیږي، نو سپورټ ګڼل کیږي.

او که چیرې په عادي توګه او پرته له کوم ځانګړي هدف ترسره شي، نو په ژوند کې یو ډول ورځنی، ساده او ګټور فعالیت ګڼل کیږي.