مولوي عبدالکبیر: د دیني مدرسو ترڅنګ عصري علومو ته هم کار شوی

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د نجونو په وړاندې د ښوونځیو په ګډون، د پوهنتونونو او نیمه طبي تحصیلي موسسو د مرکزونو دروازې تړلي، تازه د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ښوونځیو او پوهنتونونو پراختیا ته د ژمنتیا خبره کړې.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا دفتر پرون شنبه په یوه اعلامیه کې د مولوي عبدالکبیر له قوله ویلي چې حکومت یې د دیني مدرسو تر څنګ د عصري زده کړو د مرکزونو پراختیا ته هم ژمن دی.

په اعلامیه کې راغلي چې نوموړي دغه څرګندونې په لوګر کې په یوې جهادي مدرسه کې د فراغت په مراسمو کې کړي او ویلي یې دي، دوی هڅه کوي د پوهنتونونو محصلین هم په شرعي روحیه سمبال د خپل هیواد لپاره خدمت وکړي.

مولوي کبیر ادعا کړې چې حکومت یې په سیاسي او علمي برخه کې لاس ته راوړنې لري او په ټول هیواد کې تعلیمي کال په ښه ډول جریان لري.

خو د هغه دا څرګندونې د ښوونځیو او پوهنتونونو د نجونو زده کوونکو له غبرګون سره مخ شوي دي.

د خوست ولایت یوه اوسېدونکې هریوا چې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زده کړو د طالبانو تر بندیز وروسته له زده کړو بې برخې شوې ازادي راډيو ته وویل:"درې کاله کیږي چې زموږ په وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلي دي، که دوی رښتیا هم ژمن وو، نو یوه لاره به یې پیدا کړې وای، او د نجونو زده کړو ته به یې اجازه ورکړې وای، خو دوی د ښوونځیو او پوهنتونو تر څنګ د نیمه روغتیايي زده کړو مرکزونه هم د نجونو په وړاندې وتړل، دا د نجونو پر زده کړو لوی ګوزار دی."

د طب پوهنځي د څلورم کال محصله سپوږمۍ وايي د ښوونځیو او پوهنتونو پراختیا هغه وخت ګټوره ده چې هلکانو او نجونو ته په یو ډول د زده کړو زمینه برابره شي."د ښوونځیو او پوهنتونو د پراختیا لپاره د محصل موجودیت مهم دی، یوازې د هلکانو په موجودیت نه کیږي چې پرمختګ وشي، نو د دې لپاره چې د یو هیواد تعلیمي او تحصیلي سکتور وده وکړي د ذکورو تر څنګ د اناثو زده کړې هم اړین ګام دی."

د زده کړو د برخې یو شمېر فعالان د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال وروستیو څرګندونو ته په اشارې وايي طالب مقامات باید خپلې څرګندونې په عمل کې ثابتې کړي.

له ډلې یې زرکې مالیار ازادي راډيو ته وویل" کومه ژمنه چې دوی کوي ورباندې ذې عمل وکړي او ښوونځي دې خلاص کړي، دا د ولس غوښتنه ده او ولس ترې په همدې ناراضه دی، له دې وروسته باید عملي ګامونه واخیستل شي یوازې په خبرو باید بسنه ونه شي."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په وروستیو کې د نجونو په وړاندې د نیمه طبي زده کړو د مرکزونو دروازې هم وتړلې.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د ښځو حقونه یې د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې تامین کړي دي خو په تېرو دریو کلونو کې یې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د دوی په وړاندې د زده کړو دروازې تړلي او په ټولو نا دولتي او یو شمېر دولتي ادارو کې یې د ښځو په کار کلک بندیز لګولی دی.

د ریاست الوزرا د دفتر په تازه اعلامیه کې د مولوي کبیر له قوله دا ادعا هم شوې چې د دوی حکومت په نړیواله کچه د افغانستان ښه استازولۍ کولای شي او په تېرو دریو کلونو کې توانېدلي چې د نړۍ له هیوادونو سره ښې اړیکې ولري.

خو دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تر اوسه د هیڅ هيواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی او د نړۍ له لوري د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو رعایت او د یو ټولشموله حکومت جوړول یې د رسمیت پېژندلو لپاره شرطونه کېښودل شوي دي.