د ترکیې لویدیځ کې امبولانس هلي کاپټر غورځیدلی دی

ترکیه کې له یوې چاودنې وروسته امبولانس هلي کاپټر، ارشیف

د ترکیې په لویدیځه موګلا سیمه کې نن ۴ کسان هغه مهال مړه شول چې یو امبولانس هیلیکوپټر د یوه روغتون له ودانۍ سره ولګېد.

د ترکیې د روغتیا وزارت وايي، دا هیلیکوپټر چې دوه تنه پیلوټان، یو ډاکټر او یو روغتیاپال پکې وو، د موګلا له روزنیز او تعلیمي روغتون څخه د پورته کېدو پرمهال د روغتون له ودانۍ سره ولګېد.

د موګلا والي خبریالانو ته وویل چې هیلیکوپټر لومړی د روغتون له څلورم پوړ سره ولګېد او بېا پر ځمکه راپرېوت.

په روغتون او د پېښې په ساحه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

د پېښې د عواملو په اړه تحقیقات پیل شوي دي.