په یونان کې د یوې کشتۍ د چپه کېدو په پېښه کې اته تنه کډوال مړه شوي دي

ډېری غیرقانوني کډوال د یونان له سمندري لارو لویدیځې اروپا ته ځي

د یونان په ختیځ کې د روډس ټاپو په سواحلو کې نن( د لیندۍ ۳۰مه) د یوې ګړندۍ کشتنۍ د چپه کیدو په پیښه کې اته تنه مړه شوي دي.

د ساحلي ګارډ چارواکو وویل، دا کشتۍ چې غیرقانوني کډوال یې لیږدول، هغه مهال چپه شوه چې د ساحلي ګارډ له یوې کشتۍ څخه د ځان ژغورنې لپاره یې خطرناک مانورونه ترسره کول.

د چارواکو په وینا د کشتۍ اتلس تنه سپرلۍ ژغورل شوې خو ژغورونکې ډلې بیاهم په احتمالي ورکو شویو کسانو پسې د لټون عملیات کوي. تراوسه د مړو شویو او ژغورل شویو کډوالو هویت نه دی څرګند شوی خو له سوریایانو وروسته ډیری افغانان پردې غیرقانوني لارې هڅه کوي چې یونان او له هغه ځایه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ځان ورسوي.

یوناني چارواکي وايي، سږکال به چې پای ته یې یوازې ځو ورځې پاتې دي، د هغو غیرقانوني کډوالو شمیرله شپیته زرو واوړي چې یونان ته ورغلي یا ور روان دي.