په هلمند کې د موټر د ټکر په پېښه کې دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شول

د روان کال د سپټمبر په نهمه د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې څلور کسان مړه شول

د کندهار-هرات پر لویه لاره د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په دوراهۍ سیمه کې د دریو موټرو ترمنځ ټکر شوی دی چې په پایله کې یې دوه تنو ځای پر ځای خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه د تیزرفتارۍ او د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

د پېښې ټپیان نژدې روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د سیمې اوسېدونکو پر موټر چلوونکو غږ کړی چې د لویو لارو په اوږدو کې د موټر چلولو پر مهال د ترافیکي قوانینو مراعات وکړي ترڅو ورته پېښې بیا تکرار نه‌شي.