امریکايي پلاوی د سوریې له نويو واکمنو سره خبرې کوي

په عکس کې په امریکايي پلاوي کې د ګډونوالو چارواکو د سپرلۍ موټر د دمشق د یوه هوټل مخې ته لیدل کېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سوریې ته د یوه پلاوي د سفر خبر ورکوي او وایي چې دغه پلاوی به د دې هیواد له نویو واکمنو سره، د بشارالاسد د رژیم له ړنګیدو وروسته د سوریې د راتلونکې په اړه خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن (د لیندۍ ۳۰مه) وویل چې سوریې ته تللی پلاوی به یې پرسوریې د واکمنې هیات تحریر الشام ډلې HTS او همداراز د دې هیواد د لږکیو ډلو او د مدني ټولنې له استازوسره وګوري.

واشنګټن هیات تحریر شام د یوې تروریستي ډلې په توګه پیژني. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې دغه پلاوی به له سوریایانو سره پردې خبرې وکړي چې دوی د خپل هیواد د راتلونکې په اړه څه لید لوری لري او متحده ایالات یې په څه ډول ملاتړکولای شي.

امریکایي پلاوی به چې د یرغمل نیوونکو لپاره د امریکا ځانګړی استازی هم پکې دی هڅه وکړي چې د امریکایي تري تم شوي خبریال اسټین ټایس Austin Tice د برخلیک په اړه معلومات ترلاسه کړي. نوموړی د ۲۰۱۲ م کال په اګسټ میاشت کې په سوریه کې یرغمل شوی و.

امریکایي پلاوی به هڅه وکړي چې د تري تم شوي خبریال د برخلیک په اړه معلومات ترلاسه کړي. اسټین ټایس د ۲۰۱۲ کال په اګست کې په سوریه کې یرغمل شوی و.

امریکایي ډیپلوماټان په ۲۰۱۱ کال کې وروسته له هغې چې د اسد رژیم د رژیم له خوا د مخالفانو له ځپنې وروسته کورنۍ جګړه پیل شوه، تراوسه دمشق ته په رسمي سفرونو نه وو تللي.

د امریکایي پلاوي دا سفرهمدارنګه یوه اونۍ وروسته له هغه کیږي چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سوریې ګاونډیانو ته د سفرپه مهال وویل چې متحده ایالات د هیئت تحریر الشام ډلې HTS سره په مستقیم تماس کې دی.

د دې ډلې په مشرۍ د یاغي ډلو د چټک پرمختګ په ترڅ کې څه کم دوه اونۍ مخکې د بشارالاسد د کورنۍ د څولسیزې واکمنۍ ړنګه شوه خو ورسره په دې هیواد کې د ښځو او همدارنګه د لږکیو د حقونو په اړه اندیښنې راپورته شوې دي.

د پنجشنبې په ورځ سلګونه کسانو په دمشق کې په یوه لاریون کې د ولسواکۍ او د ښځو د حقونو د تامین غوښتنه وکړه. دا لومړی ځل دی چې د اسد د رژیم له پرځېدو وروسته دا ډول لاریون ترسره کیږي. د سوریې په شمال ختیځ قامیشلي ښار کې زرګونه کسانو د امریکا له ملاتړه برخمنو کرد ځواکونو څخه ملاتړڅرګند کړ. د کردانو په مشرۍ دغه ځواکونه د ترکیې او د هغې د ملاتړو وسله والو یاغي ډلو ترفشارلاندې دي.

د هیات تحریر شام ډلې په مشرۍ وسله وال د ډسمبر په اتمه دمشق ته ننوتل او د ولسمشر بشاراسد واکمني یې وپرځوله

که څه هم هیات تحریر الشام ډلې چې پخوا یې په سوریه کې له القاعده شبکې سره اړیکې لرل، له کله چې واک ته رسیدلې له ځانه د یوې معتدلې ډلې انځور وړاندې کړی خو د سوریې د ګاونډیانو په ګډون له یوشمیرهیوادونو سره دا اندیښنه شته چې د سوریې راتلونکی حکومت به څه ډول بڼه ولري.

د تېرې شنبې په ورځ په اردن کې د سوریې په اړه په جوړه شوې غونډه کې لویدیځو او عربي قدرتونو او همدارنګه ترکیې په ګډه په دې هیواد کې د یوه ټولشموله او غیر فرقه یي حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه چې د سوریې د بېلابېلو پرګنو حقونو ته درناوی وکړي.

ترکیې او ایران په سوریه کې د یوه ټولشموله او غیر فرقه یي حکومت د جوړیدو د غوښتنو هرکلی کړی دی.

د پنجشنبې په ورځ د قاهرې په خبرو کې هم د دغې غوښتنې ملاتړوشو. ترکیې او ایران چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې یې د مختلفو لورو پلوي کوله، هم د دغو غوښتنه هرکلی کړی دی.

د فرانسپرس آژانس د راپور له مخې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان چې هیواد یې د اسد ملاتړکاوه د سوریې په راتلونکي حکومت کې د ټولو ډلود ګډون او بیلابیلو عقایدو او مذهبونو ته د درناوي غوښتنه کړې او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د اسد د مخالفانو خوا یې نیولې وه، د پخلاینې او د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او یووالي غوښتنه وکړه. اردوغان همداراز ویلي چې سوریه باید له ترهګرۍ څخه پاکه وي.

ترکیه د سوریي په شمال لویدیځ کې د YPG په نوم د کردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراتیک ځواکونه چې امریکا یې ملاتړکړی، د کردستان د کارګرانو د ګوند PKK یوه څانګه بولي. ترکيې، متحدو ایالتونو او د اروپایي ټولنې د یوشمیر غړو په ګډون د نړۍ ځینو هیوادونو دا ډله د یوه تروریستي سازمان په توګه نومولې ده.

انقرې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د PKK پرضد پوځي عملیاتو ته به ترهغه مهاله دوام ورکړي چې دا ډله ځپل شوې نه وي.