عبدالرحمان صحبت چې د راډیو افغانستان د ترکمني خپرونو له لومړنیو ویندویانو څخه و، وفات شو.
ښاغلي صحبت د چهارشنبې په ورځ د فاریاب په قرمقل ولسوالي کې ساه ورکړه او د جنازې مراسم یې پرون (د لیندۍ په ۲۹مه) ترسره شول.
عبدالرحمان صحبت په دیارلس سوه پنځوسم لمریز کال کې د سیمه ییزو پروګرامو له پيلیدو سره په راډیو افغانستان کې کار پیل کړ او د وطنداران جریدې مسوول مدیر په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده.
ده د ژوند تر وروستیو پورې په ترکمني ژبه لیکنې کولې.