پر اوکراین د روسیې توغندويي حملو دوه تنه وژلي دي

پر اوکراین د روسیې بریدونو په وروستیو کې زور اخیستی دی

د اوکراین پر پلازمینه کییف او جنوبي سیمې خیرسون نن (د لیندۍ ۳۰مه) د روسیې د پراخو بریدونو په نتیجه کې لږترلږه دوه کسان وژل شوي دي.

د کییف د پوځي ادارې مشر سیرهې پوپکو وویل چې د روسیې د توغندویي بریدونو له امله په ټول اوکراین کې د هوایي بریدونو د خطر زنګ وهل شوی او د هایپرسونیک کینژال او اسکندر KN-23 بالسټیک توغندیو په ګډون یوازې اته توغندي پرکییف ویشتل شوي و.

د اوکرایني چارواکو په وینا یوتن په کییف اوبل په خیرسون کې وژل شوي دي.

په داسې حال کې چې د اوکراین پرښارونو او بنسټیزو تاسیساتو د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو منظم بریدونه دوام لري، اوکرایني ځواکونه په ختیځ کې هم د روسیې د ګړندي پرمختګ په مخنیوي کې د بشري ځواک او وسلو له کمښت سره مخامخ دي.